جهاداوغنیمتونه

که څوک په ترافیکي پېښه کې مړ شي ، شهید دی او کنه ؟

د فتوې شمېره (۲۶۳)

پوښتنه :

ځینې خلک وایي چې څوک موټر ټکر کړي ، څومره نفر چې پکې مړه شي ټول شهیدان دي ، ایا د دوی دا خبره سهي ده ؟

الجواب وبالله التوفیق :

څوک چې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړي ، اخروي شهید دی یعنې په اخرت کې به د شهیدانو درجه ورکول کیږي ، البته په دنیا کې به د نورو مړو په شان غسل او کفن ورکول کیږي .

الدلیل علی ذلک :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” الشهادة سبع سوى القتل في سبيل الله: المطعون شهيد، والغرق شهيد، وصاحب ذات الجنب شهيد، والمبطون شهيد، وصاحب الحريق شهيد، والذي يموت تحت الهدم شهيد، والمرأة تموت بجمع شهيد “

سنن ابي داود ، ټوک : ۲ ، مخ : ۸۲ ، کتاب الجنایز ، باب فی فضل من مات فی الطاعون

لِأَنَّهُ لَوْ مَاتَ حَتْفَ أَنْفِهِ أَوْ تَرَدَّى مِنْ مَوْضِعٍ أَوْ احْتَرَقَ بِالنَّارِ أَوْ مَاتَ تَحْتَ هَدْمٍ أَوْ غَرَقٍ لَا يَكُونُ شَهِيدًا أَيْ فِي حُكْمِ الدُّنْيَا

البحرالرایق : ټوک : ۲ ، مخ : ۲۱۱ ، باب الشهید



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close