غير مصنف

په سر کې د جراحۍ په واسطه دخپل بدن ویښتان اویا دبل انسان ویښتان لږول

(فتوا شمیره: 48)

پوښتنه:

ښاغلی مفتي صاحب ودان اوسئ ، زما سوال دا دی چې که د یوې ښځې د سر ویښتان غورزیدلي وي او هغه په سر کې د نورو انسانانو ویښتان د جراحۍ په واسطه کینوي ایا دا جایز دي ؟ همدا راز پلاستیکې ویښتان که څوک استعمالوی جواز یی شته او که نه ؟

(پوښتنه کونکې: نسرین – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

که یو کس دجراحۍ په واسطه په سرکې دخپل بدن او جسم ویښتان لږوي نو جواز یې شته او که دبل انسان ویښتان لږوي جایز نه دي .

(مریض ومعالج ک‍ے اسلامي احکام مخ 332)

نبې کریم صلی الله لعنت ویلی په هغه ښځه باندې چې دبل چا ویښتان ځانته لږوي او یا بل چاته دیو بل انسان ویښتان لږوي .

د صحیح مسلم حدیث شریف دی:

جاءت امرأة فقالت يارسول الله ان لى ابنة عريسا أصابتها حصبة فتمرق شعرها أفأصله فقال لعن الله الواصلة والمستوصلة ) صحیح مسلم باب تحريم فعل الواصلة والمستوصلة والواشمة والمستوشمة والنامصة والمتنمصة والمتفلجات والمغيرات خلق الله )

او که د بل انسان ویښتانو نه غیر لکه د یو څاروي ویښتان وي او یا پلاستیکي ویښتان وي نو بیا جایزدي .

البته که دغه ویښته دپوښ شکل کې وي چې لاندې سر پټ وي او دغسل وخت کې لاندې دسر څرمنې ته اوبه نه رسیږي نو داودس وخت کې مسح او دغه شان غسل نه صحیح کیږي.

 

تکمله فتح الملهم کي دي:

۲- الوصل بشعر الادمي حرام ، وکذالک الوصل بشعر نجس من غیر الادمي ، واما الشعر الطاهر من غیر الادمي فیجوز الوصل به باذن الزوج او السید ، وهو قول لبعض الشافعیة کما حکي عنهم النووي……. والذي یظهر من کتب الحنفیة ان الراجح عندهم القول الثاني ، وهو تخصیص الحرمة بشعر الادمي ، قال فی الفتاوی الهندیة * ووصل الشعر بشعر الادمي حرام ، سواء کان شعرها او شعر غیرها . کذا فی الاختیار شرح المختار ولاباس للمراة ان تجعل في قرونها وذوائبها شیئا من الوبر . کذا في فتاوی قاضی خان * وبه ظهر ان اتخاذ القرامل (وهي خطوط حریر) للنساء جائز وهو القول الاعدل ان شاء الله.

( تکملة فتح الملهم ټوک 11 مخ 113 باب تحریم فعل الواصلة والمستوصلة)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close