د ختیځ لپاره دافغانستان بانک رییس پر کور عملیات شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۹) محمد طاهر
د ننګرهار چارواکي وايي، د ځانګړو ځواکونو عملیات چې د دې ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ختيځ لپاره افغانستان بانک د رییس پرکور ترسره شول ۳ کسان وژل شوي او تر۱۵ نور یې ژوندي نیولي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوگیاڼي نن چهارشنبه رسنیو ته وویل، دغه عملیات د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې تیره شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې ترسره شوي.
خوگیاڼي زياته کړه چې په ختيځ کې د افغانستان بانک د رييس مولوي احمدزي پر کوردغو عملياتو کې د هغه زامن، وروڼه، ورېرونه او يو مېلمه نيول شوي دي.
د ښېوې ولسوالۍ ځاي خلکو ویلي، په دغو عملیاتو کې د سعد، ذاکرالله او ضیاءالله په نومونو ۳ کسان وژل شوي او ۱۸ نوريې امنیتې ځواکونو له ځان سره بولي دي.
امنیتي ځواکونو د یاد بانک د درییس پرکور دغه عملیات د داعش سره د اړیکو په تړاو ترسره کړي خو دا نه ده په ډاګه شوې چې وژل شوي کسان څوک دي.


