کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، یو شمېر هېوادونو له امریکا غوښتي چې د هرمز تنګي کې بندې پاتې شوې بېړۍ په خوندي ډول وباسي. هغه ویلي، دا هېوادونه د منځني ختیځ په روانه جګړه کې برخه نه لري او بېړۍ یې د حالاتو له امله هلته بندې شوې دي.
ټرمپ په ټروث سوشال کې ویلي، امریکا به د دغو بېړیو د خوندي وتلو لپاره مرسته وکړي او ورته به لار هواره کړي، څو له تنګي ووځي او خپلو سفرونو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې دا عملیات به د دوشنبې ورځې سهار د “ازادۍ پروژه” تر نوم لاندې پيل شي.
هغه دا هم ویلي چې له ایران سره مثبتې خبرې روانې دي او ښايي ښې پایلې ولري. ټرمپ خبرداری ورکړی، که څوک د دې عملیاتو مخه ونیسي، نو امریکا به سخت غبرګون وښيي.


















