پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د پلاستيکي پایپونو د تولید یوه نوې فابریکه د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې سره پرانیستل شوه.

د فابریکې مسؤلان وایي، په دې تولیدي فابريکه کې له نیم اینچه تر پنځه اینچه پورې اته ډوله کرنیز پلاستيکي پایپونه تولیدېږي په خبره يې، یاد تولیدات به د کرنې، اوبو لګولو او نورو اړوندو برخو اړتیاوې پوره کړي.

مسؤلان زیاتوي، دغه فابریکه کولای شي د پکتیکا ولایت شاوخوا ۸۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي، چې له امله به یې د بهرنیو محصولاتو اړتیا کمه او د سیمې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button