د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۵ل)

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، یوه تېلو وړونکې بېړۍ د اماراتو د الفجیره ښار ته نږدې د نامعلومو توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

د راپور له مخې، پېښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې بېړۍ د سیمې له اوبو تېرېدله.

یادې ادارې زیاته کړې چې بېړۍ شاوخوا ۷۸ سمندري میله د الفجیره ښار شمال لوري ته موقعیت درلود، چې توغندي پرې ولګېدل.

تر اوسه د برید د عاملینو او د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د سیمې سمندري تګ راتګ ته د احتیاط سپارښتنه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button