ایران امریکا ته یوه نوې درې پړاوه طرحه وړاندې کړې چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د سیمې ثبات تأمینول ښودل شوي.
د طرحې له مخې، په لومړي پړاو کې به اوربند په تدریجي ډول د ۳۰ ورځو په موده کې په بشپړ جنګ بندۍ بدل شي او د نړیوالې ټولنې یوه کمېټه به جوړه شي چې د جګړې د بیا نه پیل تضمین وکړي. همدارنګه به دواړه لوري ژمنه کوي چې پر یو بل او یا د یو بل پر متحدینو برید نه کوي.
په دې پړاو کې د هرمز تنګي تدریجي پرانیستل، د ایران له لوري د ماینونو پاکول او د امریکا له لوري د سمندري کلابندۍ پای ته رسول او د پوځي حضور کمول هم شامل دي.
په دوهم پړاو کې ایران وړاندیز کړی چې د یورانیمو د بډاینې پروسه به د ۱۵ کلونو لپاره وځنډوي او تر دې مودې وروسته به یوازې تر ۳.۵ سلنې پورې بډاینه کوي.
ایران ټینګار کړی چې د اټومي تأسیساتو له منځه وړل نه مني، خو د لوړې کچې بډایه شویو موادو د برخلیک په اړه خبرو ته چمتو دی، چې یا بهر انتقال شي او یا په کور دننه ټیټې کچې ته راکم شي.
په دې پړاو کې به پر ایران لګېدلي بندیزونه په تدریجي ډول لرې کېږي او کنګل شوې شتمنۍ به هم بېرته ازادې شي.
د درېیم پړاو له مخې، ایران به د سیمې له هېوادونو سره پراخې ستراتیژیکې خبرې پيل کړي، څو د سیمې لپاره د سولې، ثبات او ګډ امنیت یو منل شوی چوکاټ رامنځته شي.
دا طرحه په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې د کړکېچ د کمېدو لپاره دوام لري.


















