حماس: د صهیونیستي ریژیم لخوا پر ایران د شوي برید غندنه کړې؛ او وژل شوي پوځي مشران یې د سپیڅلې لارې شهیدان بللي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ په یوه تازه اعلامیه کې له ایران اسلامي جمهوریت سره د ژورې خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد له مشرتابه، ولس، او د شهیدو مشرانو له کورنیو سره په دې ستر غم کې شریک دي.
په اعلامیه کې راغلي، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د ایران د پوځ لوی درستیز فریق محمد باقري، او یو شمېر اټومي ساینسپوهان په دغه پېښه کې شهیدان شوي دي.
حماس وایي، ایران دا مهال د خپلو اصولي دریځونو او د فلسطیني ملت د ملاتړ تاوان ورکوي. دغه غورځنګ ټینګار کړی چې صهیونیستي رژیم د ټول امت مرکزي دښمن دی، او له هغه سره روانه جګړه د برخلیک جګړه بلل کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «دغه معرکه د امت یووالی او د هڅو همغږي غواړي، څو زموږ ولسونه د صهیونیستي رژیم له جنایتونو او توسیعطلبانه پلانونو خوندي پاتې شي.»



