صهیونیستي رسنۍ: تر ۸۰۰ ډېر کروز توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې د اسرائیلو پر لور روانې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

اسرائیلو رسنیو راپور ورکوي چې اټکل کېږي له ۸۰۰ څخه ډېر کروز توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې دا مهال د اسرائیل پر لور په حرکت کې دي.

د یادو سرچینو په وینا، دا بریدونه ښايي د ایران، حزب‌الله، حماس او انصارالله له لوري همغږي شوي وي. دفاعي سیسټمونه په اسرائیل کې فعاله شوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره خوندي پناه‌ځایونو ته لاړ شي.

سرچینې زیاتوي، دا ډول برید یو بې‌ساری ګام بلل کېږي، چې ښايي د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

تر اوسه د اسرائیلي چارواکو له خوا رسمي تأیید نه‌دی شوی، خو امنیتي تیارۍ زیاتې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button