ایران په صهیونیستي ريژیم ستر ځوابي برید پیل کړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایراني رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې، ایران د لرې واټن ویشتونکو بالیستیک توغندیو پر مټ په صهیونیستي ريژیم ستر برید پیل کړی ده.
سرچینې وایي چې دغو توغنديو باندې د اسرائیلو مهم اهداف په نښه شوي دي.
د ایران له لوري د دغو توغندیو توغول په داسې حال کې کېږي چې سیمه له مخکې نه د سختو پوځي ترینګلتیاوو شاهده ده، او له څو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ لفظي او استخباراتي جګړه توده شوې وه؛ خو نن سهار وختي اسرائیلو پر ایران برید وکړ او یو شمېر مهم پوځي چارواکي یې ووژل.
امنیتي کارپوهان باور لري چې دا اقدام د ایران له لوري د تېرې حملې په بدل کې د “عملیاتي غبرګون” یوه برخه ده، او ښايي د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.
تر اوسه د برید د دقیقو اهدافو، پایلو او اسرائیلي غبرګون په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو سیمهییز او نړیوال تحلیلګران سیمه کې د وضعیت د لا خرابېدو اندېښنه لري.



