د ایران د ځوابي برید ویره؛ د نتنیاهو په ګډون لوړپوړي اسرائیلي چارواکي پټنځایونو ته تښتېدلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له لوري د احتمالي ځوابي برید د وېرې له امله د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون لوړپوړي چارواکي پټنځایونو ته انتقال شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي، له هغه وروسته چې راپورونه خپاره شول چې ممکن ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې سخت ځوابي برید ورکړي، د اسرائیلي کابینې یو شمېر مهم غړي خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
د اسرائیلي رژیم امنیتي ادارو بېړنی حالت اعلان کړی او د مهمو حکومتي مرکزونو د خوندي کولو لپاره بېساري تدابیر نیول شوي دي.



