اسلامي امارت د ایران پر ضد د اسرائیلو بریدونه وغندل؛ د سیمې پر ثبات یې ټینګار کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

اسلامي امارت د اسرائیلو له لوري د ایران اسلامي جمهوریت پر پوځي تاسیساتو او اټومي کارپوهانو وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي او دا یې د نړیوالو اصولو، د هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبيح مجاهد ویلي، چې دغه ډول تجاوزات د منلو وړ نه‌دي او باید نړیوال یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د فلسطین بې‌وسه ولس، په ځانګړې توګه د غزې اوسېدونکي، لا هم د صهیونیستي رژیم د دوامدارو او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دي زياتوي:«اشغالګر رژیم له انساني او نړیوالو اصولو پرته، تاوتریخوالي ته دوام ورکوي چې له امله یې د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن شوی دی».

اسلامي امارت له ټولو اړخونو او ذیدخلو جهتونو غوښتنه کړې چې د سیمې د ثبات او امنیت د ساتنې په برخه کې خپله ټاکلې دنده په مسؤلانه ډول ترسره کړي.

امارت ټینګار کړی چې باید د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د پراخېدو مخه ونیول شي او سیمه د نورو تاوتریخوالو له ګواښ څخه خوندي وساتل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button