د ختیځ آذربایجان والي: زموږ په ولایت کې ۳۰ سرتېري وژل شوي او ۵۵ ملکیان ټپیان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران د آذربایجان ختیځ ولایت چارواکي وایي چې د صهیونیستي رژیم د توغندیز برید له امله ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۵ تنه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت والي بهرام سرمست په یوه رسمي بیان کې ویلي چې په برید کې ۳۰ تنه سرتېري او د دفاعي ځواکونو غړي، او همداراز د هلال احمر یو غړی شهیدان شوي دي.

نوموړی زياتوي، ياده مرګ ژوبله په تېرو ۴۸ ساعتونو کې رامنځته شوې او ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د والي په وینا، دا برید د اسرائیلو له‌خوا ترسره شوی، چې د ایران له خوا یې جدي غبرګون ته زمینه برابره کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button