کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د شهید محمد الضیف لېوا اعلان کړی،چې ځواکونو یې د اشغال شويو جولان لوړو کې د صهیونیستي ځواکونو پر پوستو دوه «ګراد» توغندي ویشتي دي.
د یادې ډلې یوه مشر له الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي: “زموږ عملیات د اسرائیلي اشغالګرو پر ضد، د غزې په مظلومو خلکو د روانو ظلمونو ځواب دی.”
نوموړی زیاتوي چې دا عملیات به تر هغه دوام ولري، څو پورې چې د غزې بېوزله ولس پر سر بمبارۍ پای ته نه وي رسېدلې.
د برید دقیق جزئیات، د تلفاتو شمېر، او د صهیونیستي پوځ رسمي غبرګون تر اوسه نه دی خپور شوی، خو د فارس رسنۍ وایي چې دا برید یو نوی پرمختګ بلل کېږي او ښايي اشغالګرو ته درانه تلفات اوښتي وي.


















