ایران د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د امریکا F-35 جنګي الوتکه یې وویشتله

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴)

د ایران دفاعي ځواکونو ادعا کړې چې د امریکا یوه پرمختللې F-35 جنګي الوتکه یې په خپل فضایي حریم کې په نښه کړې او ویجاړه کړې ده.

دا پېښه که تایید شي، نو ایران به د نړۍ لومړنی هیواد وي چې دغه ډول عصري او پټېدونکې الوتکه یې را غورځولې ده.

ایراني سرچینې وایي، دا الوتکه تېره شپه د ایران لوېدیځو سرحدونو ته نږدې کشف او د «باور-۳۷۳» دفاعي سیستم له لوري وویشتل شوه. هغوی زیاتوي چې الوتکه د هوایي برید لپاره هڅه کوله، خو د ایران د رادار او فضایي دفاعي ټکنالوژۍ له خوا کشف شوه.

امریکایي او اسراییلي چارواکو تر دې دمه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛خو د ځینو نظامي شنونکو په وینا، دا پېښه کولی شي د ټیکنالوژۍ په ډګر کې یو ستر تحول رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې F-35 جنګي الوتکه د امریکا تر ټولو عصري او پټه الوتکه ګڼل کېږي، چې له رادار څخه ځان پټ ساتي او د پرمختللي برید وړتیا لري. دا الوتکې عموماً د امریکا، اسراییلو، او د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو له خوا کارول کېږي.

https://x.com/Kahlissee/status/1933658521209369023?t=_3JBw9Ss8n8-S1nAXMNajA&s=19

مربوطه مطالب

Back to top button