له تلابیب وروسته حیفا بندر هم د ایراني توغندیو هدف وګرځېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
په صهیونیستي ريژیم د ایراني پوځ د توغندیزو بریدونو لړۍ لا هم روانه ده، او تازه راپورونه ښيي چې له تلابیب وروسته، د اشغالي فلسطین په شمال کې د حیفا ستر بندر هم په نښه شوی دی.
د امنیتي سرچینو په وینا، دغه برید د دقیقو بالستیکي توغندیو له لارې ترسره شوی او د بندر دننه د مهمو تاسیساتو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې سیمهییز او نړیوال تحلیلکوونکي د ایران پوځي وړتیاوې ارزوي، او زیاتوي چې دا ډول بریدونه کولی شي د اسرائیلو دفاعي لیکې له جدي ننګونو سره مخ کړي.
د اسرائيلي چارواکو لهخوا تر اوسه په رسمي ډول د حیفا پر بندر د بریدونو جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د جګړې ډګر ته نږدې سرچینې وايي چې چاودنې، اورلګېدنه او لوګې په بندر کې لیدل شوي دي.



