د تهران-تل أبیب جګړه؛ ایران د لومړي ځل لپاره سجیل ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکي توغندي وکارول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴)

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د معلوماتو له مخې، د اسلامي ایران وسله‌والو ځواکونو د اشغالګرو پر ضد د روانو بریدونو په ترڅ کې د «سجیل» په نوم اوږد واټن ویشتونکي توغندي کارولي دي، چې واټن یې ۲۰۰۰ کیلومتره ښودل شوی او دا لومړی ځل دی چې یاد توغندي په مستقیمه توګه د اشغالي فلسطین پر لور توغول کېږي.

د سپاه اعلامیه کې راغلي:

> «ای د اشغالي قدس اوسېدونکو! د ایران وسله‌والو ځواکونو د اتل ملت په ملاتړ د صهیونیستي پوځ دفاعي سیستمونه له منځه وړي، او اوس د اشغال شوې خاورې آسمان د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مخ خلاص دی.»

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه بریدونه به دوامدار او شدید وي، چې پکې د اسرائیلو د استخباراتي ادارو «موساد» او «آمان» دفترونه، د جنګي الوتکو اډې او نور مهم اهداف په نښه شوي دي.

د سپاه پاسداران قوماندان خبرداری ورکړی:

> «د سپاه توغندي به تاسو ته اجازه در نه کړي چې یوه شېبه له پناه‌ځایونو بهر پاتې شئ. تاسو څو ورځې کېږي چې د لمر رڼا نه ده لیدلې. که نه غواړئ د ۲۴ ساعته دوامداره توغندیز باران قرباني شئ، نو ژر تر ژره باید له دې غصب شوې خاورې وتښتئ.»
سپاه وایي، چې د خطر د زنګونو غږ به نه بندېږي، او اوس د اشغالګرو پر وړاندې د «جهنم دروازې» پرانیستل شوې دي.

دا څرګندونې او بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ وضعیت له عادي تقابل څخه وتلی او د پراخې جګړې بڼه یې خپله کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button