د اسرائیلي رسنیو اعتراف: د ایران وروستي توغندي پرمختللي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت له لوري پر اشغالي فلسطین د وروستیو توغندیزو بریدونو وروسته، اسرائیلي رسنیو اعتراف کړی چې دغه توغندي د ټیکنالوژۍ له اړخه بې‌ساري او حیرانوونکي دي.
د اسرائیلي دفاعي چارو یو شمېر کارپوهانو ویلي، دا ډول دقت، سرعت او تخنیکي پرمختګ یې تر دې وړاندې نه وو لیدلی، چې دا د ایران د فاعلي صنعت د پرمختګ څرګند ثبوت دی.
سرچینې زیاتوي، چې د ایران د سجیل، خیبر، او ابابیل په څېر بالستیک توغندي نه یوازې د وسلو ډیپوګانې او نظامي تاسیسات په دقیق ډول هدف ګرځولي، بلکې د اسراییلي ریریم دفاعي سیستمونه یې هم له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

کارپوهان دا بریدونه یو ډول «نوی فاز» بولي، چې ښيي ایران اوس د توغندیزو عملیاتو له لارې کولی شي د صهیونیستي ريژیم حیاتي سیمې دقیق هدف وګرځوي، چې له امله یې یوه ستره امنیتي تشه رامنځته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button