اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نادرکه کېدو په تړاو د امريکا تورونه رد کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د یو افغان تبعه محمود شاه حبیبي د نادرکه کېدو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو له لوري استخباراتو ته منسوب شوي تورونه په کلکه رد کړي دي.
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت اړوند ادارو د حبیبي د کورنۍ د عریضې له مخې پلټنې کړي، خو داسې شواهد نهدي موندل شوي چې ښيي هغه دې د کوم رسمي ارګان لهخوا نیول شوی وي.
مجاهد زیاته کړې، د اسلامي امارت ټولې ادارې، د استخباراتو لوی ریاست په ګډون، د زعیم له لوري د منظور شویو شرعي قوانینو پر بنسټ د بندیانو مشروع حقونو ته ژمن دي. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت د مشروع نظام په توګه هېڅ دلیل نهلري چې څوک پټ ونیسي یا له عدلي تعقیب پرته توقیف کړي.
د ویاند په وینا، اسلامي امارت له دې وړاندې هم د بهرنیو اتباعو پر قضیو کې له عدلي او قضایي اصولو سره سم عمل کړی او هغوی له خپلو کورنیو سره په تماس کې پاتې شوي. نوموړي څرګنده کړې چې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره د شکایتونو د اورېدو ادارې په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه فعاله ده، چې له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ لادرکه کسانو ته رسېدګي کوي.



