کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند ویلي چې د دوی لیکې لا هم پیاوړې او ثابتې دي او د صهیونیستي ورځپاڼې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د حماس لیکې کمزورې شوې او ترمنځ یې داخلي اختلافات شتون لري.
ویاند زیاته کړې: «دښمن هڅه کوي چې د درواغو له لارې د خپلو ماتو جبران وکړي او ذهني جګړه پر مخ یوسي، خو موږ د الله پر نصرت باور لرو او د مقاومت لیکې مو پیا وړي دي.»
د اسرائیلي ورځپاڼې راپور کې دعوه کړې شوې وه چې ګواکې د حماس لیکې په ځینو سیمو کې ماتې شوې دي، خو د حماس دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی جنګیالیو مقاومت لا هم دوام لري او اشغالګرو ته سخت زیانونه اړوي.


















