په ننګرهار کې د ۳۰ مېګاواټه کپسیټور بانک د نصب پروژې پرانیسته وشوه

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴):

د افغانستان برېښنا شرکت د ننګرهار ولایت په همیشه بهار سب سټېشن کې د ۳۰ مېګاواټه کپسیټور بانک د نصبولو پروژه د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د برېښنا شرکت د رهبرۍ پلاوي، قومي مشرانو او ګڼ شمېر استازو په حضور کې پرانیستل شوه.

د برېښنا ریاست د مسوولینو په وینا، په دې پروژه شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د د دغه کپسیټور بانک په نصبولو سره به د ننګرهار صنعتي پارکونو او ښاري برېښنا شبکو ولټاژ ضایعات کنټرول شي او د شبکې کیفیت به ښه شي.

همدارنګه، د یادې پروژې په مرسته به د ولایت اوسېدونکي له باکیفیته او ډاډمنې برېښنا برخمن شي.

د یادې پروژې چارې نن پنجشنبه پیل شوې او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button