کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند “حمدالله فطرت” له
ایچ ټي این پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان سیمه ییز ګټې یو بل سره شریکې دي او دواړه هېوادونه په پرمختیايي پروژو کې ګډې ګټې لري او په دې برخه کې کار هم کوي
د افغانستان اسلامي امارت دریځ په دې اړه ډیر روښانه دې، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دې چې د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د کوم هیواد په ضد و نه کارول شي، په ځانګړي ډول د ګاونډي پاکستان په ضد به د افغانستان خاوره کله هم و نه کارول شي.
دا څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرف ایچ ټي این پښتو سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.
حمدالله فطرت ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکو ډیر مثبت پرمختګ کړې دې.
نوموړي اوویل چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه پرمختګ شوی دی،هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان او افغانستان خپلې سفارتي اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي دې چې د د دواړو ګاونډيو هیوادونو ترمینځ یو ډیر لوی مثبت ګام او پرمختګ دې.
نوموړي وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه دې پایلې ته رسېدلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باید نورې هم ښې شي او وده وکړي..
نوموړی وایي چې د پاکستان او افغانستان سیمه ییزې ګټې یو بل سره شریکې دي، دواړه هېوادونه په پرمختیايي پروژو کې ګډې ګټې لري او په دې برخه کې کار هم کوي. زیاته ی کړه چې په سترو پرمختیایی پروژو کې لکه د ټاپي په څېر پروژې شاملې دي او په دې پروژو کې د دواړو هیوادونو شریکې ګټې دي ،زیاته کړي چې افغانستان په دې پروژو په عملي توګه کار هم پیل کړې دی.
نوموړي ویلي چې افغانستان د پاکستان له لارې د نړۍ له نورو هېوادونو سره تجارت کوي او په دې حالت کې د دواړو هېوادونو هڅې روانې دي چې دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
نوموړي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو ته په اشاره وویل چې پاکستان کې د افغان کډوالو د را ستنېدو ستونزه هم شته او پاکستان له افغانستان سره ژمنه کړې چې د افغان کډوالو ستونزې به هوارې کړو: همدارنګه دا ژمنه هم شوې چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې به هم له یو بل سره ګډه همکاري کوو.


















