(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴):
د لبنان د حزب الله ډلې عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم، ویلي چې د حزب الله وسله د لبنان داخلي مسئله ده او هېڅکله به یې اسراییلو ته ونه سپاري.
ښاغلي قاسم دغه څرګندونې د محرم د میاشتې د مناسبت په مراسمو کې د بیروت په جنوبي څنډه کې وکړې. هغه ټینګار وکړ: «موږ د اسراییلو له لوري د هر ډول ګواښ او زور په وړاندې غاړه نه ږدو، نه خپلې خاورې سپارو، نه خپل عزت ته تاوان رسوو او نه به خپلې وسلې تسلیم کړو.»
ده وویل چې حزب الله د لبنان له دولت سره په غیر مستقیم ډول یوه موافقه کړې، او اسراییل باید د همدې موافقې پابندي وکړي.
د حزب الله مشر زیاته کړه چې اسراییل د اوربند تړون له مخې له ۳۷۰۰ څخه ډېر ځل سرغړونې کړي او دا کړنې یې د شخړو د دوام سبب ګرځېدلې دي.
د قاسم دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د امریکا متحده ایالاتو استازي ټام باراک د لبنان حکومت ته وړاندیز کړی و چې د هېواد ټولې وسلې باید د دولت تر کنټرول لاندې راشي. قاسم په دې اړه وویل: “اسراییل دې د ۱۹۷۴ کال د بېطرفۍ تړون ته درناوی وکړي او د لبنان له خاورې دې بشپړ انحسار وکړي.”
حزب الله ټینګار کړی چې دوی د هر ډول تهدید او فشار په وړاندې کلک مقاومت ته ژمن دي او د خپلې خاورې او خپلواکۍ دفاع به تر وروستۍ شيبې پورې کوي.


















