کابل ټکی کام) پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د هزار چنار او ولي داد کلیو کې د کار په بدل کې د پیسو دوه پروژې پرانستل شوې چې له مخې به یې ۲۵۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار زمينه برابره شي.
په يادو پروژو کې به کاريګر د کارېزونو پاکوالی ترسره کوي چې په ورځني ډول به هر مسلکي کاريګر ته ۱۰۰۰ او هر غیر مسلکي تن ته به ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د پروژو د پلي کولو موخه يوازې د کاريزونو پاکوالى نه بلکې د بېکارۍ مخنيوى او خلکو ته بېړنۍ اقتصادي مرسته برابرول دي.


















