کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند نن د آذربایجان په خنکندي ښار کې د ازبیکستان له ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د سیاسي او اقتصادي همکاریو ترڅنګ، د اوسپنې پټلۍ، برېښنا، ترانزیټ، صادراتو او پانګونې پر پراخېدو خبرې کړي.
ملا برادر د افغانستان په اړه د ازبیکستان د مثبت دریځ مننه وکړه او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو اوښتې او تمه ده چې دوه میلیاردو ته لوړه شي. نوموړي له ازبک لوري وغوښتل چې د افغان صادراتو لپاره د منځنۍ اسیا او روسیې لور ته اسانتیاوې برابرې کړي او د زیربنایي همکاریو، په تېره د کانونو، نساجۍ، سیمنټو، تيلو او مالګې صنعتونو په برخه کې ګډې هڅې پیاوړې شي.
ولسمشر میرضیایف وویل چې هېواد یې د افغانستان له لارې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال پروژې بشپړولو ته ژمن دی او د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. دواړو خواوو د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه وکړه، چې د درې میاشتني ارزونې له لارې به د یادو پروژو پرمختګ تعقیبوي.


















