کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک الحوثي” حماس اسلامي غورځنګ ته په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم پوځ له درنو تلفاتو او ناکامو عملیاتو وروسته جګړه بایللې ده، او اوسنی وضعیت د فلسطیني مقاومت لپاره د لا قوي دریځ نیولو فرصت دی.
حوثي ویلي، چې اسراییلي پوځ له نظامي اړخه ستړی، ناکام او د ستراتیژیکو اهدافو ته له رسیدو پاتې دی، نو ځکه دوی هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې ځان وژغوري.
په دغه پیغام کې حماس ته توصیه شوې چې د اوسني سیاسي تعامل پر مهال دې له عجولانه پرېکړو ډډه وکړي او پر خپلو اصولو او غوښتنو دې کلک ودرېږي، تر څو د فلسطیني ملت قربانۍ ضایع نه شي.
انصارالله همداراز ژمنه کړې چې د مقاومت د محور ملاتړ ته به دوام ورکوي او هر هغه اقدام به ترسره کوي چې د اسراییلي تیریو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې دا پیغام هغو سیاسي هڅو ته د انصارالله د مشر لومړی غبرګون دی،چې دا مهال د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره روانې دي، خو فلسطیني ډلې ټینګار کوي چې هر ډول اوربند باید د اسراییلي ځواکونو بشپړه وتنه تضمین کړي.


















