د غزې جګړه؛ خان‌یونس کې د حماس کمین: د صهیونیستي ځواکونو پر پوځي کاروان ځپونکي عملیات پیل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې په سویل خان‌یونس ښار کې د حماس ځواکونو او اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو ترمنځ سختې او خونړۍ نښتې روانې دي.

د حماس د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواګونو یې د اسراییلي پوځیانو ټانکونو او بلدوزرونو ته کمین نیولی، چې له امله یې دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د صهیونیستي پوځ ویاند هم د خان‌یونس په شاوخوا کې د عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دوی هلته د حماس د تونلونو پر ضد پوځي عملیات ترسره کول چې له ناڅاپي برید سره مخ شول.

عیني شاهدان وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې پرله‌پسې چاودنې او ډزې اورېدل کېږي، او د جګړې له امله لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې ویلي، چې د جګړې له امله د غزې جنوبي برخو ته د خوراک، تیلو او درملو رسېدنه له ستونزو سره مخ شوې او وضعیت یې “بحراني” بللی دی.

یاده دې وي چې د اوربند لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې روانې دي؛ خو د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو په اړه د اختلاف له امله لاهم کوم پرمختګ نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button