کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلي اشغالګر پوځ نن سهار اعلان کړی، چې له سهشنبه د غرمې له ۱۰ بجو څخه تر شپې ۸ بجو پورې به په غزه کې د بشري مرستو د رسېدو په موخه اوربند پلی شي.
په دغه لنډمهاله اوربند کې به ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو ته اجازه ورکړل شي چې د خوراکي توکو او درملو کاروانونه غزې ته ورسوي.
د اسرائیلي پوځ په وینا، اوربند به یوازې په هغو ټاکل شویو “انساني سیمو” کې وي چې له مخکې تعین شوي، او جګړه به له دغو سیمو بهر دوام لري.
ویل کېږي که دا اوربند عملي شي، دا به د هغو پراخو رسنیو فشارونو پایله وي چې په تېرو ورځو کې د غزې د محاصرې او انساني وضعیت له امله زیات شوي دي.
راپورونه زیاتوي، چې دا اوربند به د ورځې په اوږدو کې د واقعیتونو روښانه کېدو ته زمینه هم برابره کړي.
















