ذبیح الله مجاهد: د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او مرستیال لومړي وزیر “محمد اسحاق ډار” هغه څرګندونې رد کړې چې پکې یې ادعا کړې وه، ځینې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیتونه کوي.
مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد امنیت او ثبات ته د زیان رسولو لپاره وکاروي.
مجاهد ټینګار کړی، چې د افغانستان د هر هغه ډول فعالیتونو د مخنیوي لپاره ژمن دي چې د نورو هېوادونو پر ضد ترسره کېږي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، که کوم هېواد په دې اړه اندېښنې یا نظرونه لري، کولای شي له افغان حکومت سره یې د رسمي چینلونو له لارې شریک کړي، څو موضوعات د منل شویو دیپلوماتیکو لارو حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button