کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د چینایي انجینرانو له خوا د نړۍ لومړنی هوښیار دفاعي سیسټم جوړ شوی، چې یوازې د غوماشو پر ضد کار کوي. دغه پرمختللی سیستم د “رادار او نښه ویشتونکي” ځانګړتیا لري او کولی شي په یوه ثانیه کې تر ۳۰ غوماشي وویشتل.
د سیستم طراحانو ویلي، دا وسيله که په کور، دفتر یا سرای کې نصب شي، غوماشي په دقیق ډول تشخیص او یو په یو له منځه وړي. دفاعي سیستم د شپې، ورځې او تیارو شرایطو کې په مساوي ډول کار کوي، او د انسانانو یا نورو ژویو لپاره هېڅ ډول ضرر نه لري.
د دې ټکنالوژۍ مهمه ځانګړنه دا ده چې له انسانانو او غوماشو ترمنځ دقیق توپیر کولای شي، او یواځې د غوماشو پر ضد فعالیت کوي.
د څېړونکو په وینا، دا سیستم به د هغو خلکو لپاره ډېره مرسته وکړي چې له غوماشو تنګ شوي او غواړي له کیمیاوي درملو پرته حللاره ولري.


















