غزه کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د عبري ژبې وېبپاڼې “حدشون لونی کولام” د اسرائیلي پوځ د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې حماس ځواکونو پرون د تونل له لارې پر اسرائیلي ځواکونو برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د حماس یوه ځانګړي ډله د تونل له خولې څخه راوتلي او د اشغالګر پوځ پر زغره‌وال موټر یې بم نښلولی، چې د چاودنې له امله درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button