کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله وال پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې په پنځو جلا عملیاتو کې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دا بریدونه د بېپیلوټه الوتکو، کروز توغندیو او بالستیک میزایلو په وسیله ترسره شوي او هدف یې د صهیونیستي رژیم پوځي اډې، د جګړې د قوماندې مرکزونه او د باروړونکو کښتیو مسیرونه وو.
د پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې عملیات د فلسطین د ولسي مقاومت د ملاتړ او د غزې پر خلکو د روانو وحشیانه بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
د یمني ځواکونو په وینا، دا عملیات د اسلامي او اخلاقي مسؤلیت پر اساس دوام مومي تر هغه چې صهیونیستي رژیم خپل بریدونه نه وي درولي او د غزې محاصره پای ته نه وي رسېدلې.


















