حماس: د اشغال تر پای ته رسېدو به مقاومت ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ په خپره کړې، خبر پاڼه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د فلسطین د خلکو وسلواله مبارزه د هغوی مشروع، ملي حق دی او تر هغه چې د صهیونیستي رژیم اشغال پای ته نه وي رسېدلی مقاومت ته به دوام ورکوو.

په اعلامیه کې راغلي: “د مقاومت او د وسلو لرل یوازې زموږ د خلکو د بقا او ازادۍ لپاره نه، بلکې یو داسې حق دی چې نړیوالو تړونونو او اصولو هم منلی دی، او هېڅوک یې ترې نشي اخیستلی.”

حماس زیاته کړې چې د مقاومت لاره به هېڅکله پرېنږدي، تر هغه چې د فلسطین ټول تاریخي او ملي حقونه بېرته ترلاسه نه کړي، چې په لومړي سر کې یې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول شامل دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د مقاومت او صهیونیستي ځواکونو ترمنځ جګړه لا هم په شدت روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button