غزه کې د مقاومت کمین؛ ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې په شمالي برخه کې د فلسطیني مقاومت د ځانګړو ځواکونو په یوه کمین کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام» په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د کمین پر مهال یې د لاسي بمونو، درنو وسلو او چاودېدونکو توکو څخه استفاده کړې چې له امله یې د اشغالګر پوځ ۳ شوبلې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

سرچینې وایي، د برید وروسته د اسرائیلي پوځ ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر د پټ ساتلو هڅه کوي.

مقاومت وایي دا ډول بریدونه به د اشغالګرو پر وړاندې تر هغه وخته دوام ولري څو چې د غزې محاصره او یرغل پای ته نه وي رسیدلی.

د ویلو ده، چې اشغالګر ریژیم تر دې دمه د حماس د ادعاوو او خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې د غزې شمال کې صهیونیستي پوځیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلی پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button