ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳ زره ټنه مالونه انتقال شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۳ زره ټنه مالونه انتقال کړي دي. دغه مالونه د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات د بندرونو له لارې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یادو انتقالاتو له ډلې ۵۹۷ ټنه صادرات دي چې ډېره برخه یې وچې مېوې او د انار جوس تشکیلوي. د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی نه یوازې کاري فرصتونه زیاتوي بلکې ملي عواید هم لوړوي او اقتصادي ثبات ته وده ورکوي.

د ټولګټو وزارت وايي، هڅه کوي چې د انتقالاتو د زیاتوالي لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، څو اقتصاد نور هم پرمختګ وکړي او هېواد ځان بسیا شي.

مربوطه مطالب

Back to top button