د نړۍ تر ټولو ستر ماشين «بګر ۲۹۳»
ایا تصور کولی شې یو داسې ماشین وګورې چې دومره ستر وي، چې هره ورځ زرګونه متر مکعبه خاوره کیندي؟
همداسې یو ماشین په جرمني کې شته چې نړۍ یې حیرانه کړې ده. دا عظیمه هیولا چې “بګر ۲۹۳” نومېږي، یو ستر بکټ-وېل اېکسکاویټر دی. دا نه یوازې د جرمني، بلکې د ټوله نړۍ تر ټولو لوی ځمکنۍ ماشین ګڼل کېږي. په ١٩٩٥ کال جوړ شوى.
📏 اندازه او ظرفیت:
▪️ لوړوالی: ۹۶ متره
▪️ اوږدوالی: ۲۲۵ متره
▪️ وزن: ۱۴,۲۰۰ ټُنه
دا ماشین په برېښنا چلېږي


















