چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 15, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
9
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

حميدالله بسيا
په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه مهره ده. ځینې هېوادونه لکه امریکا، چین او روسيه د شطرنج شاهان او وزیران دي، ځینې د قوي فيل یا اس رول لوبوي، خو افغانستان هغه مهره ده چې که څه هم له بده مرغه اوسمهال خپله ډېر ځواک نه لري، خو د خپل ځای او موقعیت له کبله د لوبې توازن بدلولی شي.
نو که د نړۍ اوسني حالت ته هم په غور وګورو، کټ مټ داسې ښکاري اوس یې مهرې او ګېټۍ ورو ورو خپل پخوانی ځايونه بدلوي او نوي ځايونه نیسي ، نوي اتحادیې او سازمانونه د تشکيلېدو په حال کې دي او د ملي ، اقتصادي او سياسي ګټو په رڼا کې هر هېواد غواړي نوي ملګري د خپلو ګټو او ارزښتونو په رڼا کې پيداکړي.
د روسیې او امریکا تر منځ هم کلونه کلونه شخړې وې چې لا هم نه دي حل شوې او د لویدیځ او نړیوال سويل (Global South) چې د لاتينې امريکا، افريقا، کارابيين، او تقريبا دريېمې نړۍ هېوادونو ته ويل کېږي تر منځ ژور اختلافات لا هم شته، خو سره له دې نړۍ ورځ تر بلې د څو قطبي کېدلو پر لور روانه ده اونوې ملګرتياوې د راټوکېدو په حال کې دي.
افغانستان چې د آسیا په زړه کې پروت دی له یوې خوا د منځنۍ آسیا د انرژۍ لارې، له بلې خوا د پاکستان له لارې سمندر ته د لاسرسي امکانات، له یوې بلې څنډې ایران ته نژدې، او هم د چین د اقتصادي دهلیزونو ترڅنګ. په څو قطبي نړۍ کې دا ډول موقعیت د سرو زرو ارزښت لري. ځکه هر ځواک غواړي چې دلته یې نفوذ زیات وي نو که افغانستان د څو قطبي نړۍ له شرایطو ګټه واخلي، کولای شي د یوه هېواد تر بشپړ تسلط لاندې د پاتې کېدو پر ځای، له څو خواوو سره متوازنې اړیکې وساتي.
که له چین سره د اقتصاد او پانګونې په برخه کې کار له روسیې سره د انرژۍ، ټرانسپورټ او امنیتي همکاریو پراختیا، له ایران سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې پیاوړې کول، له لویدیځ سره د زده‌کړې، ټیکنالوژۍ او روغتیا په برخه کې تړونونه وشي دا ډول توازن کولای شي افغانستان ته د اوږدمهالې ودې فرصت برابر کړي.
خو خبره یوازې په موقعیت کې هم نه ده دا ټول هغه وخت ګټه لري چې سیاستوال د توازن ساتلو هنر زده کړي. په څو قطبي نړۍ کې که ته یوازې د یوه ځواک په غېږ کې لوېږې، نور ځواکونه به دې د ماتولو لپاره په ګډه لوبه وکړي. خو که ته په مهارت سره هر طرف ته ځای ورکړې، هر طرف به هڅه کوي چې درسره ښه چلند وکړي، ځکه نه غواړي چې تا له لاسه ورکړي.
اوس چې نړیوال سیاست د بدلون په پړاو کې دی او وروستۍ پېښې لکه د اوکراين په چارو کې د امريکا د استازي ویتکوف سفر مسکو ته، د استانبول د خبرو لړۍ، او د پوتین او ټرمپ په الاسکا کې راتلونکې لیدنې، که څه هم په بشپړ ډول د سولې نښې نه دي، خو لږ تر لږه دا ښکاره کوي چې د خبرو دروازې پرانیستل شوي دي ، نړۍ د څو قطبي کېدو پر خوا روانه ده او نوې ټولنې اواتحاديې د جوړېدلو په حال کې دي . هره لویه همغږي همداسې له کوچنيو ګامونو پیلېږي، لومړی یو ګام، بیا څو خبرې، او ورو ورو اوږدمهالي تړونونه .
نو زما په باور روسيه او امريکا نور دواړه او تقريبا نور هېوادونه هم دې نتيجې ته رسېدلې دي نور باید ارام او په سوله کې سره ژوند وکړو،د هېوادونو پر اقتصاد او ټيکنالوجي تمرکز وکړي نو ښه به وي چې ګډ قوانین جوړ کړي دا قوانین همدا اوس جوړېږي، نه یوازې د سیاست او امنیت په برخه کې، بلکې په اقتصاد، کولتور، او حتی په ورزش کې هم.
ځينې نوي قوانين چې په بېلابېلو برخو کې په دې وروستيو کالونو کې وضع شوي وو اوس بيرته پخواني حالت ته ورګرځي په ځانګړي ډول، د ورزش په برخه کې د جولای په وروستیو کې د امریکا د المپیک کمېټې یوه داسې پرېکړه وکړه چې ډېرو یې نه تمه کوله ددې پرېکړې په ترڅ کې په ښځینه ورزشي سیالیو کې د ټرانسجینډر (نرښځيو) لوبغاړو ګډون بند شو. دا پرېکړه د ټرانسجینډر لابي لپاره په ټوله نړۍ کې یوه لویه ضربه وه.
بل مهم بدلون دا چې د نړیوال المپیک کمېټې مشري اوس د کیرستي کوونټري په لاس کې ده، دا مېرمن هغه څوک ده چې د عادلانه سیالیو، روڼتیا او د هر هېواد د لوبغاړو د حقونو په ملاتړ کې یې کلونو کار کړی دی.
تر ټولو جالبه دا ده چې اوس د انتي ډوپینګ سیاست باندې غور او بيا کتنه روانه ده ، دا سیاست دا ډېر کاله د لوبغاړو پر وړاندې د سیاسي فشار او باج اخیستنې وسیله ګرځېدلی و.
د یولیا او ویتالې ستیپانوف کیسه د انټي ډوپينګ سياست یوه ژوندۍ بېلګه ده. دوی د روسیې پخواني لوبغاړي وو چې د نړیوال انتي ډوپینګ ادارې (WADA) لخوا تر سياسي فشار وروسته د روسیې پر لوبغاړو داسې بندیزونه ولګول چې حتی د ۲۰۱۶ ریو المپیک ته د منډو په برخه کې سياليو ته پرېنښودل شول.
ستیپانوف او مېرمن يوليا یې لومړی جرمني ته، بیا د WADA په مرسته امریکا ته ولاړ. د لسو کلونو لپاره یې د المپیک کمېټې له بودجې ژوند وکړ، خو اوس هېڅوک لګښت نه ورکوي. د کډوال په حیث ژوند کوي، نه پرېښودل کېږي چې له شمالي امریکا ووځي او نه هم د عادي کار اجازه لري.
سره له دې چې ډېرې ژمنې ورته شوې وې، خو په رسمي ډول په امریکا کې دایمي استوګنه نه ده ورکړل شوې. هغوی د سیاسي لوبو په منځ کې د ګرو شويو په څېر ژوند کوي. امکان شته چې له امریکا وایستل شي، او هغه هم پوهېږي چې روسیه به یې د ګلانو په ګیډۍ او موسیقۍ سره هرکلی ونه کړي.
ستیپانوف يوازې يو مثال دی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې ډېر ورزشکاران شته چې برخلیک یې د نړیوال سیاست د بادونو په لاس کې دی. او دا بادونه هره ورځ په زورېدونکي شدت لګېږي.
لنډه دا چې د ۲۰۲۵ په جریان کې د امریکا او روسیې اړیکې د احتیاط سره د بیا رغونې په حال کې دي؛ دواړو په سعودي کې د سفارتي اړیکو د بېرته فعالولو او د جګړې د پای لپاره موافقه کړې، که څه هم د اوکراین مسله لومړنی بحث نه وه. ولسمشر ټرمپ او ولادیمیر پوتین د اوربند او د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د بندولو په اړه خبرې کړي، او د اګست په ۱۵مه پلان شوې سرمشریزه به د اوکراین د جګړې د حل په موخه ترسره شي نو نتيجه دا چې امريکا اوس پر اروپا او ناټو هغومره ملګرې او خواخوږې نه ده لکه پخوا بلکې په ښکاره ډول یې اوس مخالفت کوي او غواړي چې له روسيې سره خرابې شوې اړيکې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې بيا ورغوي. په هر حال دا لا وار له مخکې دی او په ناستو کې به معلومه شي چې څومره پرمختګ ترسره کېږي
نو لنډه دا چې افغانستان هم د متوازنې بهرنۍ تګلارې له لارې له ټولو مهمو لوبغاړو سره د همکارۍ او خبرو لاره پرانېزي. سياسيون یې کوښښ وکړي چې نه د يوې ځانګړې بلاک تر اغېز لاندې رانشي او نه هم له مهمو اقتصادي او سياسي فرصتونو بې برخې پاتې شي، بلکې د سيمې او نړۍ د ګډو ګټو پر بنسټ متقابل درناوی او همکاري د نړۍ له ټولو هېوادونو سره وساتي.

لوی ټکي: افغانستان،نړۍ،مهمه،مهره،
مخکینې مطلب

د اسلامي امارت زعیم: د سرپرست کلمه مه کاروئ، د شرعي نظام په ساتنه کې کوښښ وکړئ

بل مطلب

په ټول هېواد کې د اسد ۲۴مه؛ د اسلامي امارت د بري، د افغانستان د ازادۍ او فتحې ورځ په شاندارو غونډو او خوشحاليو ولمانځل شوه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د احصایې ادارې د سیسټمونو د عصري کېدو طرحه تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com