وینزویلا کې دوو زورورو زلزلو ستر بشري ناورین رامنځته کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په وینزویلا کې د رېښتر په کچه د ۷.۲ او ۷.۵ درجې دوو زورورو زلزلو پراخ زیانونه اړولي او د لسګونو زرو کسانو د مرګ ژوبلې اندېښنې یې راپارولي دي. د رویټرز د راپور له مخې، زلزلو د پلازمېنې کاراکاس په ګډون ګڼې سیمې سختې ځپلې دي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې اټکل کړی چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي له ۱۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو کسانو پورې ورسېږي، خو د وینزویلا حکومت تر اوسه د تلفاتو رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې. راپورونه ښيي چې ګڼو ودانیو ته زیان اوښتی او د ژغورنې عملیات روان دي.
د زلزلو له رامنځته کېدو وروسته د وینزویلا حکومت په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.



