د پاکستان دفاع وزیر اسرائیل د ایران او امریکا ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو په هڅو تورن کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان دفاع وزیر “خواجه محمد آصف” ویلي، چې اسرائیل هڅه کوي د لبنان او غزې پر ضد د پوځي عملیاتو له لارې د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د بې‌باورۍ فضا رامنځته کړي.
نوموړي د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال ادعا کړې چې اسرائیل سیمه کې د کړکېچونو د پراخولو او د دیپلوماتیکو هڅو د زیانمنولو لپاره اقدامات ترسره کوي، څو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو بهیر اغېزمن کړي.
خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی چې پاکستان د یوې لویې سیمه‌ییزې جګړې د مخنیوي لپاره هڅې کړې دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د سولې او مذاکراتو په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د شخړو حل باید د خبرو اترو له لارې ولټول شي او د سیمې ثبات ته زیان رسوونکي اقدامات به وضعیت نور هم پېچلی کړي.
د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت او د ایران او امریکا ترمنځ روانې دیپلوماتیکې هڅې د نړیوالو پام ځانته اړولی دی. تر اوسه اسرائیلي چارواکو د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button