له پاکستاني زندانونو ۳۴۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۳۴۴ افغان کډوال ازاد شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یاد کسان د استوګنې قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د مختلفو مودو لپاره بندیان وو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په ازادو شویو کډوالو کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي. له ډلې ۲۳۲ تنه د تورخم او ۱۱۲ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

مسوولین وايي، راستنېدونکو ته د لومړنیو مرستو له برابرېدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته د لېږد زمینه برابره شوې ده. د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي

مربوطه مطالب

Back to top button