حزبالله: د صهیونیستي ریژیم بریدونه له اوربند ښکاره سرغړونه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت حرکت (حزبالله) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي،چې صهیونیستي پوځ د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې د دوهم ځل لپاره لبناني ملکي وګړي په نښه کړي دي.
د اعلامیې له مخې، صهیونیستي ځواکونو د لبنان د دوحة کفررمان په سیمه کې هغه ملکي وګړي هدف ګرځولي چې د خپلو استوګنې ځایونو د وضعیت د ارزونې لپاره سیمې ته ورغلي وو.
اعلامیه زیاتوي چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو د یوې بېپیلوټه الوتکې له لوري د توغندي په وسیله ترسره شوی، چې له امله یې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
حزبالله دغه برید «غدارانه» بللی او ټینګار یې کړی، چې دا اقدام د اوربند له هوکړې څخه څرګنده سرغړونه ده. د یادې ډلې په وینا، دوی تر اوسه د اوربند ژمنې ته پابند پاتې شوي، خو د اسرائیلو له لوري ترسره کېدونکې سرغړونې له نږدې څاري او ثبتوي یې.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د لبنان اسلامي مقاومت به د سیمې امنیتي وضعیت او د اسرائیلي ځواکونو اقدامات له نږدې تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې اسرائیلي چارواکو تر اوسه د حزبالله د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د پېښې د جزئیاتو خپلواکه تایید هم لا نه دی شوی.



