برېښنا شرکت: د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې دویمه برخه تر ۹۰ سلنې زیاته بشپړه شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژه، چې د هېواد د برېښنا سکتور له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، د دویمې برخې چارې یې ۹۰.۸ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه برخه له شبرغان ښار څخه د بغلان تر الوان دښتې پورې غځېږي او د پروژې لومړۍ برخه لا دمخه بشپړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د ۳۰۵ کیلومتره مزي له ټولیز اوږدوالي څخه ۲۰۲ کیلومتره غځول شوی، د ۷۷۵ برېښنا پایو له ډلې ۷۴۷ نصب شوې او د ۷۷۲ پایو بنسټونه بشپړ شوي دي.
د پروژې درېیمه برخه د بغلان له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سب سټېشن پورې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پلې کېږي او په بشپړېدو سره به کابل او یو شمېر نور ولایتونه له دوامدارې او باوري برېښنا څخه برخمن شي.



