کاناډا میشتې اهل هنود کورنۍ غواړي هېواد ته راستنې شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون مشر “شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور” په تېره اداره کې د ولسې جرګې د اهل هنودو له وکیل ” نریندارا سینګ خالصه ” سره چې څه موده وړاندې د یاد کمېسیون په هڅو هیواد ته راستون شوی و کتلي.
شیخ الحدیث “شهاب الدین دلاور” ویلي په هیواد کې به د افغان سیهکانو حقونو، په ځانګړې ډول د دوی د جایدادونو، ملکیتونو او نورو ستونزو ته د رسیدنې په موخه ځانګړې پاملرنه وشي.
ښاغلي خالصه هېواد ته په راستنېدو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې په کاناډا هېواد کې مېشتې د اهل هنودو ۳۴ کورنۍ غواړي هېواد ته را ستنې شي او همدارنګه په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ او تمویل کړي.



