ولسمشر اردغان: د ترهګرۍ ضد نوي قانون پر جوړولو کار کوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي چې «له ترهګرۍ د پاکې ترکیې» بهیر په تېرو ۲۲ میاشتو کې له ګڼو ازموینو او ننګونو سره مخ شوی، خو په بریالیتوب یې دا پړاوونه ترسره کړي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې حکومت یې اوس د داسې قانوني چوکاټ پر جوړولو کار کوي چې د وسلوالو ډلو د منحل کېدو او تصفیې بهیر لا چټک کړي.
د هغه په وینا، له اړوندو لورو او بنسټونو سره تر سلا مشورو وروسته به دا قانوني طرحه پرته له ځنډه د ترکیې ملي شورا (پارلمان) ته وړاندې شي، څو د استازو له لوري پرې پرېکړه وشي.
ولسمشر ټینګار کړی، چې ترکیه د دې وړتیا لري چې د دولت له اساسي ځانګړتیاوو او د ملت له ارزښتونو پرته له هر ډول امتیاز ورکولو، دا موضوع په بریالیتوب حل کړي.
هغه زیاته کړې چې د واکمن ائتلاف په توګه به د پارلمان په ملاتړ دغه بهیر تر وروستي پړاو پورې ورسوي او داسې لاسته راوړنه به ثبت کړي چې د هېواد په تاریخ کې به په ویاړ یادېږي.
د ترکیې حکومت په وروستیو میاشتو کې د امنیتي او سیاسي اصلاحاتو د یوې پراخې اجنډا په چوکاټ کې د وسلوالو ډلو د فعالیتونو د پای ته رسولو او د کورني ثبات د پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button