د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران سره مذاکراتو کې به د خلیجي هېوادونو ګټې پام کې نیول کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مارکیو روبیو” ویليؤچې واشنګټن به له تهران سره په روانو مذاکراتو کې د فارس خلیج هېوادونو امنیتي او ستراتیژیکې ګټې په پام کې ونیسي.
د راپورونو له مخې، روبیو “کوېټ” ته د سفر پر مهال د خلیج سیمې متحدانو ته ډاډ ورکړی، چې امریکا به له ایران سره په خبرو اترو کې له خپلو خلیجي شریکانو سره بشپړه همغږي وساتي او هغوی به د مذاکراتو له پرمختګونو او مهمو پرېکړو خبر کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا به داسې هېڅ اقدام ونه کړي چې د خپلو متحدانو امنیتي ګټو او سیمه‌ییز ثبات ته زیان ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د خلیج هېوادونو اندېښنې د واشنګټن لپاره مهمې دي او د ایران اړوند هر ډول دیپلوماتیک پرمختګ به د سیمې له شریکانو سره په مشوره او همغږۍ تعقیب شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه د خلیج یو شمېر هېوادونو د سیمې د امنیت، د توغندیزو پروګرامونو او سیمه‌ییز نفوذ په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي، او واشنګټن هڅه کوي د خپلو سیمه‌ییزو متحدانو باور وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button