د پخواني ادارې امنیت شورا سلاکار عصمت‌الله مجددي له ترکیې افغانستان ته راستون شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، د دغه کمېسیون د هڅو په پایله کې د پخوانۍ ادارې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر عصمت‌الله مجددي له ترکیې څخه افغانستان ته راستون شوی دی.

د کمېسیون په وینا، ډاکټر عصمت‌الله مجددي چې د پخواني جهادي مشر حضرت صبغت‌الله مجددي زوی دی، هېواد ته له راستنېدو وروسته د هرکلي او اسانتیاوو له امله خوښي څرګنده کړې ده.

کمېسیون زیاته کړې چې هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته راستنېدو لړۍ دوام لري او هڅه کوي له هېواده بهر مېشت افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button