حماس: د ملګرو ملتونو تور لېست کې د غورځنګ شاملول له واقعيت ليرې پرېکړه ده

کابل ټکی کام) شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل(
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه په کلکه غندلې، چې په ترڅ کې یې دغه غورځنګ د “تور لېست” برخه ګرځول شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو راپور یوازې د اسرائیلي لوري پر جعلي روایتونو ولاړ دی او هېڅ ډول خپلواک تحقیقات او باوري شواهد پکې نه دي شامل شوي.

حماس زیاته کړه، د صهیونیستي رژیم له محکومیت څخه سترګې پټول، سره له دې چې د هغوی د جرمونو په اړه مستند شواهد موجود دي، د ملګرو ملتونو له میکانېزمونو خطرناک انحراف او ښکاره سیاسي کول دي.

غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي چې دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي او د نړیوالو کارپوهانو تر څارنې لاندې خپلواک تحقیقات ترسره کړي.

حماس په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د صهیونیستي رژیم مشران باید د جنسي تیري، د اسیرانو د ځورونې او د ملکي وګړو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو له امله وڅارل شي او قانوني تعقیب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button