۳۱ عربي او اسلامي هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د اسرائيلي اشغال او پر غزې د وحشي بريدونو سخته غندنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ۳۱ عربي او اسلامي هېوادونو له خوا په يوه ګډه اعلاميه کې ټينګار شوی چې د فلسطين اشغال شوې خاورې باندې د اسرائيلو هېڅ ډول حق نشته او د نړيوالو قوانينو له مخې دغه سيمې د اشغال لاندې دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په غزه، لويديځه غاړه او قدس کې د اسرائيلي رژيم روانې سرغړونې او جنايتونه په مستقيمه توګه د تاوتريخوالي د دوام او شخړې د پراختيا لامل ګرځي او د سيمې د عادلانه او هراړخيزې سولې فرصتونه له منځه وړي.
دغه هېوادونو خبرداری ورکړی چې د عقيدتي او نسلي تعصب پر بنسټ د اسرائيلي رژيم پاليسۍ د شخړې لمن نوره هم پراخوي او د وضعيت کنټرول او د پايلو وړاندوينه ستونزمنوي، چې په پایله کې د سيمې او نړيوال امنيت ته جدي ګواښ متوجه کېږي.
په ګډه اعلاميه کې د اسرائيلو د وحشي بريدونو، انسان وژنې، نسلکُشۍ او قومي انخلاء شديده غندنه شوې او د غزې په تړاو د بېقيد او شرطه اوربند غوښتنه شوې ده.
دغه راز ټينګار شوی چې بېړنۍ بشري مرستې بايد پرته له خنډه غزې ته ورسول شي، ترڅو د لوږې مخه ونيول شي.
اعلاميه کې د فلسطين د ولس له خپلو سيمو څخه د اجباري ويستلو هر ډول هڅه رد شوې، او له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر اسرائيلو فشار ته دوام ورکړي څو په بشپړه توګه له غزې څخه وتل عملي شي او د جګړې له پای وروسته د غزې د خلکو ژوند د ژر بيا سمولو، مرستو او بيا رغونې د پیل لپاره لازم چاپېريال جوړ شي.



