کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز “جنرال محمد الغماري” ویلي، چې د فلسطیني ولس او د غزه کې د روان مقاومت په ملاتړ هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی ،چې یمني پوځ به د فلسطین د مبارزې تر بریا پورې د مقاومت ترڅنګ ولاړ وي او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې به خپل عملیات روان ساتي.
الغماري زیاته کړې، چې له فلسطیني ولس دفاع د ټول امت دنده ده او یمن به هېڅکله د اسرائیلو د وحشت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د پوځ لوی درستیز دا خبرې داسې مهال کوي چې د صهیونیستي اشغالګرو د تېرې پنجشنبې په برید کې د یمني حکومت د لومړي وزیر په ګډون ۹ تنه وزیران شهیدان شول.


















