حزب الله د صنعاء پر بريد خواشيني څرګنده کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وږی ۱۴۰۴):
حزب الله د يمن د لومړي وزير احمد غالب الرهوي او د هغه د څو وزيرانو د شهادت له امله د يمني ولس او د دې هېواد د مشر عبد الملك الحوثي سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي دي.
په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د اسرائيلي ځواکونو دا تازه بريد د يوه رسمي حکومتي غونډې پر مهال ترسره شوی او د «غدر او بزدلۍ» څرګند ثبوت دی.
حزب الله زياته کړې، دا کړنه د صهيوني رژيم د هغو جنايتونو لړۍ ده چې په غزه، لبنان، سوريه، ايران او يمن کې د ښځو، ماشومانو او ملکيانو پر وړاندې ترسره شوي دي.
اعلاميه زياتوي، د يمن پر ولس به دغه وحشيانه بريد د کمزورۍ پر ځای د لا زيات ثبات او مقاومت سبب وګرځي، او د شهيدانو وينې به د صهيوني رژيم پر ضد د پاڅون او مبارزې نوې روحيه رامنځته کړي.
حزب الله ټينګار کړی، چې د يمني ولس قربانۍ د فلسطين د قضيې د ملاتړ لپاره د عزت او سرلوړۍ بېلګه ده.



